سیمه ییز خبرونه

د پاکستان په پلازمېنه کې یوه کورني پړانګ د تېښتې هڅه وکړه

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۳۰, ۱۴۰۱)

د ځنګلي ژویو مسوولینو ویلي؛ د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌آباد کې یو کورنی پړانګ له یوه کوره وتښتید او څو ګړۍ یې پر سړکونو منډې رامنډې وکړې؛ خو بیا پر مسموموونکې ګولۍ وویشتل شو.

په هغو ویدیوګانو کې، چې د پنجشنبې پر ورځ د دغه پړانګ له شپږ ساعته سفره په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي؛ ښیي، چې ځوان پړانګ مخکې له دې، چې پر چا برید وکړي له یواله ټوپ وهي او د موټر تر منځ منډې رامنډې پیلوي.

د اسلام‌آباد د ځنګلي ژویو د مدیریت بورد مشر طارق بنګښ ای ایف پي ته ویلي؛ زمونږ د لومړنیو څېړنو له مخې دا یو ځنګلي ژوی ندی، خو ډارېږي او په پرله پسې ډول غرش کوي.

پاکستان تېر کال له هغې وروسته د تي لرونکیو حیواناتو پر واردولو او پاللو بندیز ولګاوه، چې د ځنګلي ژویو مسوولینو ته یې ستونزې راولاړې کړې وې.

پړانګان په پاکستان کې د شتمنۍ او ځواک د سمبول په توګه ګڼل کیږي.

دې پړان په اسلام‌آباد کې له هغې مخکې، چې د چارواکو لخوا ونیول شي؛ څلور کسان لږ تر لږه ټپیان کړل او د ښار هغه پخواني ژوبڼ ته یوړل شو، چې په ۲۰۲۰ ز.کال کې د څارویو د درملنې له کبله تړل شوی و.

دا دوه یا درې کلن ژوی اوس د نسواري یږې، یو زمري او څو بیزوګانو تر منځ کې پروت دی، چې په وروستیو میاشتو کې د ځنګلي ژویو مسوولینو لخوا ژغورل شوي دي.

بنګښ ويلي: مونږ معلومات لرو، چې په اسلام‌آباد او د راولپنډۍ په لوړو سيمو کې يو شمېر خلک د پړانګ یا چيتا په ګډون وحشي حيوانات د نورو څارويو پر څېر ساتي.

پولیس اوس د پړانګ د خاوند د نیولو هڅه کوي.

اسلام‌آباد د مارګلې غونډۍ سره ګډه پوله لري، چې په سیمه کې د ځنګلي پړانګانو د ساتنې لپاره د ساتنې زون جوړ شوی دی.

Trending

Exit mobile version