تازه خبرونه

د پاکستان په کوهاټ کې پر پېنځه کلن افغان ماشوم جنسي تېری شوی

Published

on

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان خبر ورکړی، چې د دوشنبې پر ورځ د خیبر پښتونخوا ایالت په کوهاټ ښار کې پر یوه پېنځه کلن افغان ماشوم سمیع الله جنسي تېری شوی دی.

د سميع الله پلار ذوالفقار پوليسو ته خبر ورکړ؛ زوی يې کور ته پر ژړا راغی، چې يو سړي کروندې ته وړی او بد چلند يې ورسره کړی دی.

پوليسو له خبر تر لاسه کولو وروسته په خپلو عملیاتو کې تورن نويد خان نيولی دی.

د پولیسو یوه چارواکي یوسف جان ډان ورځپاڼې ته ویلي؛ قرباني او تورن د KDA طبي کتنو لپاره تدریسي روغتون ته لېږدول شوي او اړوند کتنو تائید کړه، چې پر ماشوم جنسي تېری شوی دی.

نوموړي دا هم ویلي، چې له تورن کس سره به د ماشومانو د ملاتړ قانون له مخې چلند وشي.

Trending

Exit mobile version