نړۍ

د پاکستان په یوه بانک کې چاودنې ۲۱ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

Reuters

د پاکستان د سند ایالت د مرکز کراچۍ ښار په یوه بانک کې، چې پء ګند لیکو جوړ شوی؛ بمي چاودنې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژلي او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي.

د پاکستان د پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، چې د پاکستان د تر ټولو لوی بانک حبیب بانک په څانګه کې چاودنه ښايي د ګازو د نللیکې له سوري کېدو رامنځته شوې وي.

د تېلو یو ټانک او د بانک څانګې ته نږدې ولاړ موټر هم زیانمن شوي دي.

د ټلویزیون انځورونه ښیي، چې د بانک سطحه درز شوې او ټولې هغه اوسپنې، چې په کې کارول شوې وې؛ تاو شوې دي.

په پاکستان کې د ودانیو قوانینو ته ډېر پام نه کیږي. له همدې کبله په کراچۍ کې څو ګندلیکې کانکریټ شوي، چې د پارکینګ لپاره لاره جوړه شي.

Trending

Exit mobile version