تازه خبرونه
د پاکستان پوځ په باجوړ کې پولې ته نږدې د درې اورپکو له وژلو خبر ورکړی
ډان ورځپانې د پاکستان پوځ د څرګندونو له مخې پهډاګه کړې، چې امنیتي ځواکونو د خیبر پښتونخوا په باجوړ سیمه کې د افغانستان پولې ته نږدې درې اورپکي وژل شوي دي.
ډان ورځپاڼې د پاکستان پوځ د خبرپاڼې له مخې څرګنده کړې، چې له وژل شویو کسانو وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
په خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي، چې د شمالي وزيرستان په سپينوام سيمه کې اورپکو د پاکستان پر سرحدي پوسته ډزې کړې دي.
د پاکستان پوځ زیاته کړې؛ زمونږ ځواکونو په مناسب ډول ځواب ورکړی او ترهګرو ته یې د پام وړ زیانونه واړول.
په دې پېښه کې یو پاکستانی سرتېری هم وژل شوی دی.
د پاکستان پوځ ویلي؛ پاکستان په پرلهپسې ډول د افغانستان له چارسمبالي حکومت (اسلامي امارت) څخه غوښتي، چې د پولې له ګټور مدیریت څخه دې ځان ډاډمن کړي. د افغانستان له چارسمبالي حکومت څخه هیله کیږي، چې پخپلو ژمنو عمل وکړي او اورپکو ته اجازه ورنهکړي، چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد وسلوالې کړنې روانې وساتي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارسمبالي محمد یعقوب مجاهد په یوه خبري ناسته کې د افغانستان په ۲۰ ولایتونو او ۹۰ ولسوالیو کې له شپږ هېوادونو سره د رسمي او نارسمي پولو د خونديتوب ډاډ څرګند کړی دی.