تازه خبرونه

د پاکستان پوځ ډيورنډ کرښې ته نږدې پوځي عملیات چټک کړي

Published

on

Last Updated on: سلواغه ۳۰, ۱۴۰۰

 د پاکستان یوه پوځي چارواکي رویټرز ته څرګنده کړې؛ دوی د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ډیورنډ کرښې ته نږدې د وسلوالومخالفانو د وراوښتو د مخیوي پوځي عملیات ګړندي کړي دي.

ډيورنډ کرښه ته نږدې د پاکستان پر وړاندې وسلوالو هڅو د پاکستان حکومت اړ کړی، چې د حکومتي ضد وسلوالو هڅو او ډلو د ځپلو لپاره پوځي عملیات چټک کړي.

د پاکستان یوه پوځي چارواکي ویلي؛ دوی د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ خپل عملیات ګړندۍ کړي او تر هغې به د هغو د ځپلو عملیات روان ساتي، چې مخنیوی یې ډاډمن شوی نه وي.

له دې مخکې د پاکستان لومړي وزیر او د ملي امنیت سلاکار په افغانستان کې د پاکستان ضد ډلو پر شتون اندېښنه ښودلې وه؛ خو اسلامي امارت په وار وار ډاډ ورکړی، چې هیڅ ډلې ته به د افغانستان له خاورې پر بل هېواد ګواښ ته احازه ورنکړي.

د پاکستان پوځ په ډاګه کړې؛ په پاکستان کې د تروریستي اعمالو د عاملینو د له منځه وړلو لپاره عملیات به روان وي. مونږ استخباراتي عملیات ګړندي کړي، چې د اورپکو او وسلوالو مخالفانو د وردننه کېدو مخه ونیول شي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ اسلامپالو او بېلتون غوښتونکیو ډلو تېره میاشت په یو لړ بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴ پاکستاني پوځیان ووژل، چې درې بریدونه یې د افغانستان له خاورې د وسلوالو له خوا شوي دي.

کارپوهان پدې باور دي، چې پاکستان په بېلابېلو پلمو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزنو کټارو د لګولو هڅې کوي.

د پوځي چارو شنونکي محمد صادق شینواري څرګنده کړې: پاکستان ادعا کوي، چې بریدونه له افغانستان څخه تنظیمیږي او له ډیورنډ کرښې سره پر پوله یو لړ پوځي بریدونه کوي؛ خو پاکستان غواړي دا عملیات پلمه کړي او پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار غزولو کار بشپړ کړي.

که څه هم د افغانستان ملي دفاع وزارت چارسمبالي په تازه مرکه کې ویلي؛ پر ډيورنډ کرښه چاته اجازه نه ورکوي، چې اغزن سیم تېر کړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي ډاډ ورکوي، چې د افغانستان خاوره هیڅ هېواد ته ګواښ نده او هیچا ته به د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد دکارولو اجازه ورنکړ شي.

له دې مخکې د پاکستان لومړي وزیر او د ملي امنیت سلاکار په افغانستان کې د پاکستان ضد ډلو پر شتوالي اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې وه، چې ښايي د دغو ډلو ځینې غړي د کډوالو په جامه کې پاکستان ته ننوځي.

Trending

Exit mobile version