تازه خبرونه

د پاکستان ځانګړی استازی کابل ته راغی

دا پلاوی به د پاکستان او افغانستان د همغږۍ ګډې کمیټې په غونډه کې ګډون وکړي.

Published

on

د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق پر مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی د یو ورځني سفر لپاره د افغانستان پلازمېنې کابل ته راورسېد.

دا پلاوی به د پاکستان او افغانستان د همغږۍ ګډې کمیټې په غونډه کې ګډون وکړي.

اسلامي امارت کابل ته د پاکستاني پلاوي راتګ تائیدوي او وايي، چې د پلاوي د سفر موخه د پاکستان او افغانستان د همغږۍ ګډې کمېټې په غونډه کې ګډون دی.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد آریانا نیوز ته ویلي: “دا اوومه غونډه ده، چې کله په کابل او کله په اسلام‌آباد کې جوړیږي.”

د ذبیح الله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ په دې غونډه کې به د امنیت، سوداګرۍ او هغو مسلو په اړه بحث وشي، چې کله ناکله د افغانستان او پاکستان ترمنځ رامنځته کیږي او همدارنګه « د دیورند کرښې په اوږدو کې د احتمالي منازعاتو د اواري او د دواړو لوریو ولسونو ته د تسهیلاتو پر رامنځته کیدو خبرې کیږي. ».

هغه زیاته کړې، چې دا ځل د پاکستان او افغانستان د همغږۍ ګډې کمېټې غونډه په کابل کې ترسره کیږي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال عبدالقیوم ذاکر به په دې غونډه کې د افغان لوري مشري وکړي.

د پاکستان او افغانستان د همغږۍ ګډې کمیټې وروستۍ غونډه د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې د پاکستان پر کوربتوب ترسره شوې ده.

Trending

Exit mobile version