لوبی
د پاکستان کرکت لوبډلمشر پر جنسي ځورونې تورن شوی
(Last Updated On: ليندۍ ۹, ۱۳۹۹)
په پاکستان کې یوې میرمنې پرون (شنبه د لیندۍ ۹) د کرکت ملي لوبډلې لوبدلمشر بابر اعظم پر جنسي او فزیکي ځورونو تورن کړ.
دغه ښځه، چې د لاهور اوسیدونکې ده وایي، چې بابر اعظم هغې ته د مرګ ګواښونه هم کړي دي.
هغې پرته له دې، چې وپېژندل شي یوې خبري غونډې ته ویلي: زه او بابر اعظم یوې سیمې کې لوی شوي یو؛ مونږ به تل یوځای وو او د ښوونځي ملګري هم یو. هغه په ۲۰۲۰ کې ماته خپله مینه په ډاګه کړه او ما هم ومنله.
هغې زیاته کړې: اعظم د یوې بېوسې کورنۍ و او په پیل کې مې د اعظم مالي لګښتونو ته هم پام راړولی و.
تر دې دمه پاکستان او د کرکت بورد په دې اړه څه ندي ویلي.
دمګړۍ د پاکستان کرکت ملي لوبډله په نیوزیلینډ کې ۱۴ ورځو قرنطین تېروي.
تر دې دمه د پاکستان د کرکت د ملي لوبډلې اووه غړي پر کرونا ویروس اخته شوي، چې بېژندنه یې پټه ساتل شوې ده.