لوبی

د پاکستان کرکت ملي لوبډله به په راتلونکې میاشت کې له افغانستان سره درې لوبې وکړي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۷, ۱۴۰۱)

د پاکستان کرکت بورد مشر څرګنده کړی، چې د افغانستان ملي لوبډله به د مارچ میاشتې په وروستیو کې له افغانستان سره درې شل آووریزې لوبې وکړي.

د پاکستان کرکت بورد مشر نجم سیتي اعلان کړی، چې له افغانستان کرکت ملي لوبډلې سره به د آسترالیا د لوبې د لغو کېدو د جبران لپاره له افغانستان سره درې شل آووریزې لوبې وکړي.

هغه د یکشنبې پر ماښام (د سلواغې ۱۶) تویت کړی، چې د پاکستان کرکت ملي لوبډله به د مارچ میاشتې په وروستیو کې له افغانستان سره درې شل آووریزې لوبې وکړي.

د پاکستان کرکت بورد مشر زیاته کړې: مونږ پر ورین تندي اعلان کوو، چې مونږ به د آسترالیا د لوبې لغو کولو د جبران لپاره د افغانستان کرکت ملي لوبډلې سره لوبه وکړو.

له دې مخکې د پاکستان کرکت بورد مشر ویلي، چې له افغانستان کرکت ملي لوبډلې سره به درې شل آووریزې لوبې وکړي؛ خو پدې شرط، چې د پاکستان حکومت یې تصویب کړي.

هغه ویلي وه: په حقیقت کې مونږ دغو سیالیو ډېر لیواله نه یو. که یې وګټو او یا هم ماتې وخورو، دا به کوم اغېز ونلري؛ ځکه، چې مونږ دواړه ( افغانستان او پاکستان ) نړیوال جام ته لار موندلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې آسترالیا په افغانستان کې د ښځو د زده‌کړو، کار، مدني او ټولنیزو آزادیو په برخه کې د اسلامي امارت د بندیزونو په غبرګون او اعتراض کې له افغانستان سره درې پنځوس آووریز سوپر لیګ سیالۍ لغو کړې.

Trending

Exit mobile version