لوبی
د پاکستان کرکټ ۱۹ کلنو لوبډلې افغان لوبدلې ته ماتې ورکړه
دا لوبه نن (چارشنبه) د متحده عربي اماراتو پر کوربتوب ترسره شوه.
د افغانستان کرکټ ۱۹ کلنو لوبډلې د درې اړخیز لوبلړ د یو ورځنیو لوبو په درېیمه لوبه کې د پاکستان پر وړاندې د ۱۳ منډو پر توپیر ماتې وخوړه.
دا لوبه نن (چارشنبه) د متحده عربي اماراتو پر کوربتوب ترسره شوه.
په دې لوبه کې د پاکستان لوبډلې په ۴۹.۴ اورونو کې افغانستان ته د ۲۴۴ منډو هدف وټاکه.
د هېواد کرکټ لوبغاړو پر ۲۳۱ منډو له ډګره وویستل شول او د سیالې لوبډلې د ټاکلي هدف په پوره کولو کې پاتې راغلل.
د کرکټ ملي لوبډلې تېره اوونۍ په خپله لومړۍ لوبه کې پاکستان ته د ۱۰۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړې وه.
افغانستان د متحده عربي اماراتو پر وړاندې خپله دوهیمه لوبه د ۱۶۹ منډو پر توپیر ګټلې ده.
افغانستان به د نومبر پر څلیریشتمه د متحده عربي اماراتو له ۱۹ کلنو لوبډلې سره لوبه وکړي.
د یادونې ده، چې د دغو سیالیو پایلوبه د نومبر میاشتې پر شپږویشتمه ترسره کېږي.