تازه خبرونه

د پاکستان کورنیو چارو وزیر د افغان کډوالو په اړه شهباز شریف ته راپور ورکړ

په دې کتنه کې د افغان کډوالو د ایستلو د وروستۍ نېټې له پای ته رسېدو وروسته د اقداماتو پر پلي کولو ټینګار وشو.

Published

on

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د چارشنبې پر ورځ( د وري پر دیارلسمه) له لومړي وزیر شهباز شریف سره وکتل او په اختر کې یې د امنیت او د افغان کډوالو د ایستلو د لړۍ په اړه راپور ورکړ.

په دې کتنه کې د افغان کډوالو د ایستلو د وروستۍ نېټې له پای ته رسېدو وروسته د اقداماتو پر پلي کولو ټینګار وشو.

پاکستانيو چارواکو خبرداری ورکړی؛ د هغو افغان کډوالو پر وړاندې به قانوني اقدامات وشي، چې د ACC کارتونو او اسنادو پرته له پاکستان څخه د وتلو له ټاکل شوي مهالوېش څخه سرغړونه کوي.

دغه راز پاکستانيو رسنیو د چارواکو د څرګندونو له مخېراپور ورکړی، چې له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو د «په خپله خوښه د وتلو» د ضرب الاجل له ختمیدو سره د پاکستان حکومت د پنجشنبې پر ورځ د دغو مهاجرینو د جبري ایستلو دوه‌یم پړاو پیل کړ.

يو شمېر افغان کډوال وايي، چې پوليسو د اسلام‌آباد، راولپنډۍ او پېښور په بېلابېلو سيمو کې د افغانانو نيول پيل کړي او افغانستان ته د افغانانو د بېرته ستنولو هڅې يې ګړندۍ کړي دي.

هغو افغان کډوالو، چې له څلورو لسیزو راپدېخوا په پاکستان کې اوسېږي؛ یو ځل بیا یې د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د دوی د اوسېدو موده وغځوي.

افغان کډوال وایي:  زه دلته زدکړه کوم؛ د نهم ټولګي زدکوونکی یم. زمونږ امتحان ته څو ورځې پاتې دي؛ د پاکستان له حکومته رحم غواړم. مونږ دې دلته پاتې‌کېدو ته پرېږدي، چې ښه راتلونکی جوړ کړو.

دې کډوال زیاته کړې: دا ډېره غیرعادلانه ده؛ مونږ په پاکستان کې لوی شوي یوو او دلته مو کلونه کلونه تېر کړي او ژوند مو کړی دی. مونږ له پاکستان څخه غوښتنه کوو؛ مونږ دې نه شړي، چې آرام ژوند وکړو.

د پاکستان حکومت اعلان کړی، چې  یوازې ویزه لرونکي په پاکستان کې ژوند کولی شي.

په اسلام‌آباد کې د افغانستان سفارت هم ویلي، چې په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته د ویزو د ورکولو هڅې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د مهاجرینو د باعزته ستنېدو او له هغوی سره د انساني چلند غوښتنه کوي.

Trending

Exit mobile version