تازه خبرونه
د پاکستان یوه پوځي چورلکه له شپږ سپرلیو سره ورکه ده
دان خبري سرچینې د سې شنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ یوه چورلکه، چې لوړ پوړي پوځي چارواکي په کې سپاره ول؛ د دوشنبې پر شپه په بلوچستان کې ورکه شوه.
د پاکستان د پوځ رسنیزې څانګې تویت کړی، چې د پاکستان د هوایي ځواک دغه پوځي چورلکه په بلوچستان ایالت کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره د عملیاتو پر مهال لوېدلې ده.
په دې چورلکه کې د پاکستان د پوځ د یوه قومندان جنرال سرفراز علي په ګډون شپږ تنه سپاره ول.
رسمي سرچینو ویلي، چې د چورلکې او ټولو شپږ کسانو لټون روان دی.
د پوليسو سرچينو دان خبري سرچینې ته ویلي؛ په کومه سيمه کې، چې چورلکه ورکه شوې؛ هغه غرنۍ سيمه ده، چې د لټون او ژغورنې ډلو لپاره يې ستونزې رامنځته کړې دي.
ویل کیږي، چې پولیسو د لټون په عملیاتو کې د مرستې لپاره د اړوند سیمې رضاکارې ډلې هم ګومارلي دي.
پوځي پرسونل او تجهیزات، د چورلکو په ګډون؛ له څو اوونیو راپدیخوا د بلوچستان په سیلاب ځپلیو ولسوالیو کې د مرستې پر عملیاتو بوخت دي.
