پرمختګ او بشپړتیا

د پاک- افغان د ريل پټلۍ تخنيكي چارې پيل شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

افغانستان د ځمكني ترانسپورت په برخه كې ګڼې ستونزې لري اود بار او مسافرو د ليږد له پاره يوازې له موټرو كار اخلي.

 د لیږد رالیږد د ستونزو د راكمولو په موخه د افغانستان او پاكستان ترمنځ د ريل پټلۍ د جوړولو هوكړه ليك لاسليك او تخنيكي چارې يې پيل شوې دي.

 د افغانستان د ټولګټو وزارت وايي، د پاكستان په خاوره كې د دې پروژې د پلې كيدو لګښت پاكستان وركوي او په افغانستان كې يې د پلي كولو په موخه بايد د بهرنيو شركتونو ترمنځ داوطلبي وشي.

د دغه وزارت ویاند مهدي روحاني وايي، په پاكستان كې د دې پروژې پر بشپړيدو يومیليون دالر لګښت راځي، چې د دغه هېواد له خوا وركول كيږي او په بشپړيدو به يې له دغه هېواد سره سوداګريزې اړيكي پوره پراختيا ومومي.

هغه زیاتوي، دغه پروژه د سوداګرو په کارونو کې آسانیتاوې رامنځته کوي او دوی کولی شي پخپل وخت خپل توکي ولیږدوي.

هغه په ډاګه کړه، چې،د دې پروژې د پلي کولو له پاره افغانستان بشپړه كورنۍ وړتیا نه لري.

ښاغلی مهدي وایي، د تخنیکي چارو د څېړلو په پای ته رسیدو د تدارکاتو پړاو پیليږي، چې عملي کار یې پیل شي؛ خو متاسفانه، چې افغان شرکتونه دا کار نشي کولی.

دغه پټلۍ به له جلال آباد ښاره تر پېښور سټېشن پورې يو سلو پنځوس کيلو متره اوږدوالیولري، چې پېنځه اويا کيلومتره یې په ننګرهار کې ده.

خبریاله: نبیله حفیظي.

Trending

Exit mobile version