تازه خبرونه
د پخلاینې عالي شورا د جوړښت حکومت هڅې پیل شوې
حکومت د پخلاینې عالي شورا د جوړښت د وروستي کولو لپاره هڅې ګړندۍ کړي دي.
له افغان حکومت څخه د پخلاینې عالي شورا د جوړښت د بشپړولو په اړه له ملي او نړیوالو پرلپسې غوښتنو وروسته داسې ښکاري، چې حکومت د شورا جوړولو چارې چټکې کړې دي.
ولسمشر غني، د پخلاینې عالي شورا مشرعبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او عبدرب رسول سیاف د دغې شورا د جوړښت پر وروستي کولو خبرې کړې دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي، چې په دې لیدنه کې د پخلاینې عالي شورا د جوړښت لپاره د لومړۍ غونډې پر جوړولو هم خبرې شوې دي.
د پخلاینې عالي شورا مسوولین وايي، چې د دغې شورا د غړیو پر ټاکلو او د لومړۍ غونډې پر منځپانګه هم خبرې تر سره شوې دي.
له دې مخکې د مصالحې عالي شورا مشر د دغې شورا د غړیو هغه نوملړ رد کړی، چې ولسمشر ټاکلي وه.
د ملي پخلاینې عالي شورا څرګنده کړې، چې د ولسمشرۍ لخوا د غړیو په اعلان شوي نوملړ کې بدلونونه را ولي.
د ملي پخلاینې عالي شورا دنده لري، چې د سولې بهیر مدیریت کړي او مرکچي پلاوي ته لارښوونې وکړي. اوس، چې په قطر کې د خپلمنځي خبرو لپاره داړیکو ډلو پر کړنلاره هوکړه کړې؛ نو، ځکه نړیوالو له افغان حکومته غوښتي، چې د ملي پخلاینې عالي شورا جوړښت وروستی کړي.