تازه خبرونه
د پخواني افغان حکومت چورلکې اسلامي امارت ته نه ورکوو
په تاجکستان کې د امریکا سفیر ویلي، چې واشنګټن به د افغانستان د پخواني حکومت هغه چورلکې، چې د افغانستان هوایي ځواک تاجکستان ته سپارلې وې؛ د افغانستان اسلامي امارت ته ونه سپارل شي.
په تاجکستان کې د امریکا سفیر جان مارک پومرشیم ویلي، واشنګټن او دوشنبې د هغو چورلکو او الوتکو د برخلیک په اړه خبرې کړي، چې افغان پیلوټانو له افغانستان څخه تاجکستان ته تښتولې دي.
د امریکا سفیر یوې خبري غونډې ته ویلي؛ دا چورلکې او الوتکې به طالبانو(اسلامي امارت) ته ونه سپارل شي؛ ځکه، چې د دوی ( اسلامي امارت ) ندي.
د تاجکستان اسیا پلس د راپور له مخې، امریکايي ډیپلوماټ له تاجکستان سره د خبرو په اړه د نورو جزئیاتو له ورکولو ډډه کړې ده.
تېره اوونۍ د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد اوکراین ته د پخواني افغان حکومت لپاره د پېرودل شویو چورلکو د ورکولو په اړه د امریکا د اقدام په غبرګون کې ویلي وه، چې له امریکا سره یې افغانستان ته د چورلکو د بېرته ورکولو په اړه خبرې روانې دي.
هغه وويل: هغو، چې د افغانستان چورلکې بهر ته قاچاق کړي ملي خاینان دي. مونږ د دغو چورلکو د برخليک په اړه له امريکايانو سره خبرې روانې ساتلي دي.
د اسلامي امارت یوه ویاند ویلي، چې له ګاونډ هېوادونو سره، چې د افغانستان چورلکې په کې ځای پر ځای شوي هعم خبرې اترې شوي او دوی هڅه کوي، چې ژر تر ژره دغه چورلکې بېرته هېواد ته راستنې کړي.
