تازه خبرونه
د پخواني حکومت چارواکو د برښنا ۱۲ میلیارډ افغانۍ لګښت ندي ورکړي – د افغانستان برښنا شرکت
افغانستان هر کال په میلیونونو ډالر هغو هېوادونو ته ورکوي، چې له هغه ځایه برښنا واردوي؛ خو په هېواد کې دننه داسې ادارې او خلک شته، چې له کلونو راپدېخوا یې د برښنا لګښت ندي پرې کړی.
برښنا شرکت ويلي، د پخواني حکومت سیاسي څېرې، زورواکي او دولتي ادارې ۱۲ میلیارډ افغانۍ پوروړي دي.
افغانستان هر کال په میلیونونو ډالر هغو هېوادونو ته ورکوي، چې له هغه ځایه برښنا واردوي؛ خو په هېواد کې دننه داسې ادارې او خلک شته، چې له کلونو راپدېخوا یې د برښنا لګښت ندي پرې کړی.
د افغانستان برښنا شرکت رییس ويلي، که دغه کسان خپل پورونه ورنکړي؛ نو د محکمو له لارې د دې کسانو پر جایدادونو به غور وشي.
د افغانستان برښنا شرکت رییس عبدالباری عمر وايي: د پخواني حکومت سیاسي څېرو، زورواکو او دولتي بنسټونو ۱۲ میلیارډ افغانۍ د برښنا لګښت ندی ورکړي.
نوموړی خبرداری ورکوي، که پوروړي د دې ادارې پورونه ورنکړي؛ دوی به د ځینی پوروړو جایدادونه د محاکمو له لاري د افغانستان برښنا شرکت پر نامه کړي.
د عبدالباري عمر د څرګندونو له مخې؛ د برښنا د تولید د روانو پروژو له لارې به د یوه کال په اوږدو کې کابل او ګاونډ ولایتونو ته ۲۴ ساعته برښنا ورکړ شي.
هغه ویلي، چې دوی هڅه کوي په ژمي کې د برښنا د پرې کېدو مخه ونیسي او له همدې کبله پر دوه پروژو کار روان دی.
خلک وايي، چې باید د کور دننه د برښنا د تولید سرچینو ډېره پاملرنه ترسره شي.
اوسمهال په هېواد کې هر کال ۹۵۰ میګاواټه برښنا مصرفېږي، چې څه باندې ۳۰۰ میګاواټه يې له هېواده او پاتې نوره يې له ګاونډ هېوادونو واردېږي.