تازه خبرونه

د پخواني نظام لوړپوړي چارواکي دې هېواد ته ډاډمن راستانه شي – سراج الدین حقاني

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۱)

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي د تېر نظام له چارواکو څخه هېواد ته د راستنېدو غوښتنه کړې او وایي، چې کولی شي په افغانستان کې له عزت ډک ژوند غوره کړي.

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي او د اسلامي امارت د مشرتابه شورا غړی د پخواني حکومت له چارواکو او پخوانیو امنیتي ځواکونو څخه غوښتنه کړې کړې، چې افغانستان ته بېرته راستانه شي.

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالی سراج الدین حقاني وايي، چې اسلامي امارت د ټولو افغانانو د سر، مال او عزت دفاع کوي او هغه څوک، چې بېرته هېواد ته راستانه شوي؛ اوس پوره خوندي دي.

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالی سراج الدین حقاني وایي: مونږ هغو کسانو ته بلنه ورکوو، چې له هېواده بهر تللي دي. د پخواني حکومت لوړ پوړي چارواکي دلته د عزت ژوند کوي. اسلامي امارت ستاسې له عزت، ناموس او مال څخه په کلکه دفاع کوي.

بل لوري ته بیا د نړیوالو اړیکو شنونکي وايي، چې اسلامي امارت باید د پخواني حکومت څانګوالو چارواکو او متخصیصنو د بېرته راتګ لپاره یو سم مکانیزم جوړ کړي او عمومي بښنه هم باید په سم ډول سره عملي شي. کنه پاتې کسان هم بیا د وضع شویو محدودیتونو په تړوا د هېواد پریښودو ته زړه ښه کوي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی احمدجاوید سنګ دل وایي: حکومت باید د پخواني حکومت د ځواکونو د راستنېدو لپاره یو بشپړ میکانیزم رامنځته کړي او دا میکانیزم باید د هېواد مشهور اشخاص او شخصیتونه پلي کړي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی عبدالولی فروزان وایي: بښنه باید په سمه توګه پلي او محدودیتونه باید لرې شي، چې دا ځواکونه په سمه او خوندي توګه کورونو ته راستانه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بښنې نړویوال سازمان په یوه راپور کې څرګنده کړې؛ د اسلامي امارت له  واکمنیدو سره د پخواني دولت امنیتي ځواکونه او پلویان په یوه ډول نه یو ډول ربړول شوي، خو اسلامي امارت  تل د عمومي عفوې له پلي کېدو خبرې کړي دي.

Trending

Exit mobile version