تازه خبرونه

د پخواني پاچا امان الله خان ۱۳۰ جریبه ځمکه غصب شوې ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د پخواني پاچا امان الله خان لور هندیه په امنیتي بنسټونو د نیوکې تر څنګ وایي، ۱۳۰ جریبه ځمکه چې شرعي قواله لري، د ظاهر کمانډو او عبدالواحد په نومونو د دوو کسانو له خوا غصب شوې ده.
د هغې په وېنا، د کابل د اولسمې ناحیې اړوند د بلند دراز په تپه کې د نولس سوه شپېته جریبه نورې ځمکې د غصب لړۍ هم روانه ده خو پولیسو د ولسمشرۍ د فرمانونو او د لویې څارنوالۍ د احکامو له مخې تر اوسه د دغې کړنې د مخنیوي لپاره څه نه دي کړي.
د کابل د کاریز میر د تپه بلند دراز په سیمه کې پرتې ځمکې د دوو شاهي کورنیو د مالکیت ادعا ده.
د پخواني پاچا امان الله خان لور هندیه وایي، د دې ځمکو شرعي قواله لري او هڅه کوي، چې دغه ځمکې د ظاهر شاه له ورثه و بېرته واخلي. نوموړې وایي، غاصبینو ورته د مرګ ګواښ کړی.
نوموړې خبرداری ورکوي، چې که د اولسمې حوزې پولیس د کاریز میر د ځمکو د غصب مخه ونه نیسي، د سیمې له خلکو سره به په ګډه مدني غبرګون وښیي.
بلخوا د کورنیو چارو وزارت مسئولین ټینګارکوي، چې د ځمکو د غصب د مخنیوي لپاره یې زیاتې هڅې کړې دي او په دې لار کې به خپلې هڅې جاري ساتي.
شاوخوا یو نیم کال مخکې هم د دې غونډۍ د ځمکې په سر شخړه کې ۶ تنه ټپیان شوي وو. دا چې د بلند تپې د ځمکو برخلیک، چې دوه شاهي کورنۍ پرې ادعا لري، څه کېږي، وروسته به معلوم شي.

Trending

Exit mobile version