سیمه ییز خبرونه

د پخوانۍ اردو ټول تجهیزات باید له سره ورغول شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغان ولسمشر حامد كرزي ملي دفاه وزارت ته دستور وركړى، چې تر راتلونكې يو كال پورې د پخوانۍ اردو ټول تجهيزات له سره ورغوي. د افغان ولسمشر د دغه دستور سره سم د ماليې وزارت په پام كې لري، چې د تجهيزاتو د رغونې په لومړي پړاو كې شپېته ميليونه ډالر ملي دفاع وزارت ته وركړي.

د ملي امنيت د شورا په غونډه كې، چې د یکشنبی په ورځ ( د غویی ۱۵ ) جوړه شوې وه افغان ولسمشر حامد كرزي ملي دفاع وزارت ته دنده وسپارله تر څو هغه ټول جنګي تجهيزات ورغوي، چې په پخوانۍ اردو پورې تړاو لري.

په دغه ناسته كې پرېكړه وشوه، چې د ماليې وزارت د دغو تجهيزاتو د رغولو د لومړي پړاو لپاره ملي دفاع وزارت ته بايد شپېته ميليونه ډالر وركړي.

د ملي دفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي وايي:

د دغو تجهيزاتو په ترميم سره به د ملي اردو د تجهيزاتو د نيمګړتيا ډېره برخه پوره شي.

په همدې حال كې د پوځي چارو كارپوه امر الله امان وايي:

كه څه هم دغه فرمان يو څه ځنډنۍ دى، خو د ملي اردو لپاره يې ګټور ګڼې.

په دغه ناسته كې افغان ولسمشر همدا راز د ملي دفاع او كورنيو چارو وزارت ته دنده سپارلې تر څو ژر تر ژره د پكتيكا په شكين ولسوالې كې په هغو تاسيساتو كې ځاى پر ځاى شي، چې امريكايي ځواكونو پرېښوستي دي.

Trending

Exit mobile version