تازه خبرونه
د پدرام په رهبرۍ اپوزیسیون د موجودیت اعلان وکړ
د ولسي جرګې غړي لطیف پدرام د ملي یوالي د حکومت په وړاندې اپوزیسیوني حرکت پېل کړ. نوموړی وايي، چې د ملي يوالي له حکومت څخه اطاعت نه کوي او د مدني سرغړونو له کبله به دغه حکومت ساقط یا له پښو وغورځوي.
د ملي يوالي د حکومت له اعلان دوه ورځې وروسته د لطیف پدرام په رهبرۍ اپوزیسیون د موجودیت اعلان وکړ.
د اپوزیسیون رهبر لطیف پدرام وايي، د ملي یوالي حکومت هېڅ مشروعیت نلري او دغه حکومت به په هېواد کې بحران را منځته کړي.
هغه ټینګار وکړ، چې د بې کفایتۍ له کبله باید د ټاکنو د خپلواک کمیسیون غړي عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
لطیف پدرام همدارنګه وايي، د ملي يوالي حکومت د کار په لومړیو ورځو کې له امریکا سره د امنیتي تړون په لاسلیک کولو د افغانستان ملي واکمني تر پښو لاندې کړه.
دی زیاتوي، چې دغه تړون به په افغانستان کې د جګړې دوام ته لاره پرانیزي.
د لطیف پدرام په مشرۍ د اپوزیسیون په دغه غونډه کې د ملي یوالي د حکومت د رهبرانو په ضد شعارونه ورکړل شول، چې له کبله يې غونډه ګډه وډه شوه.
لطیف پدرام د امریکا سره د مخالفت په اعلانولو خپله غونډه پای ته ورسوله.