سیمه ییز خبرونه
د پروان ولايت په ناامنو سيمو كې د وسله والو مخالفينو فعاليتونه مخ په ډېريدو دي
پروان والي د دغه ولايت په يو شمېر سيمو كې د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو په زياتيدو انديښنه ښيي.
پروان والي عبدالبصير سالنگى وايي، چې:
تراوسه هم د دغه ولايت په يو شمېر سيمو كې د وسله والو مخالفينو فعاليتونه موجود دي، چې د هوا په توديدو به يې په وړاندې تصفيوي عمليات پيل شي.
ښاغلي سالنگي له آريانا تلويزيون سره په خبرو كې وويل:
په پام كي ده، چي د غويى په مياشت كي د پروان ولايت په غوربند، كوه ساپي، سياه گرد او شينوارو ولسواليو كي چاڼيز عمليات پيل شي .
ښاغلي سالنگي په ډاگه كړه، چې
اوس افغان ځواكونه د دې توان او ظرفيت لري، چي امنيت او ثبات ټينگ كړي او د خپل هېواد له گوټ گوټ څخه ساتنه وكړي؛ خو د هوايي ځواك او درندو وسلو نشتوالى د افغان ځواكونو د اړتيا په توگه په ځاى پاتې ده.
د يادونې وړ ده، چې په دغه ولايت كې له شينوارو او سياه گرد ولسواليو پرته د نورو ټولو ولسواليو امنيتي مسووليتونه افغان ځواكونو ته ليږدول شوي دي.