تازه خبرونه

د پروان په جبل السراج ولسوالۍ کې وسلوالو يوه ښځينه پوليسه وژلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د پروان امنيه قوماندان محمدزمان مموزي رسنیو ته وويل، چې د پوليسو دغه ښځينه سرتېرې تېره ورځ د جبل السراج په عزت خېلو سيمه کې وژل شوې ده.

ده د جزيياتو له ورکولو پرته وويل، چې پوليسو د دې ښځې د وژلو په تړاو يو تن نيولى او قضيه تر څېړنو لاندې ده.

د پروان د ښځو چارو مشره نادره گياه وايي، چې وژل شوې ښځه زرغونه نوميده او د جبل السرج د امنيه قوماندانۍ سرتېرې وه.

د هغې په وينا، دغه ښځينه پوليسه دندې ته د تگ پر مهال د خپل کور په شاوخوا سل مترۍ کې پر ډزو وژل شوې ده.

وسلوالو طالبانو يوازې دومره ويلي، چې د جبل السراج په عزت خېلو کې طالبانو يو پوليس وژلى دى. شاوخوا يوه مياشت مخکې د کاپيسا په حصه دوم ولسوالۍ کې هم يوه ښځينه پوليسه په يو بريد کې ووژل شوه.

Trending

Exit mobile version