تازه خبرونه
د پروان په یو جومات کې وسلوالو ۱۱ لمونخ کوونکي وژلي
په پروان کې پر لمونځ کوونکیو د ناڅرګندو وسلوالو د ډزو په پایله کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
په پروان کې امنیتي سرچینو آریانا نیوز ته ویلي؛ نن ماښام ناڅرګندو وسلوالو د پروان مرکز ته څېرمه د خلازي په کلي کې پر لمونځ کوونکیو برید وکړ، چې ۱۱ کسان یې ووژل او پېنځه نورټپیان شول.
د پروان پولیسو قومندان هارون مبارز څرګنده کړې؛ د پېښې شاهدانو دوی ته له سیمې ویلي، چې برید داعش جنګیالیو تر سره کړی دی.
تر دې دمه د داعش په ګډون هیچا د برید مسوولیت ندی منلی؛ خو طالبانو ادعا کړې، چې برید د افغان ځواکونو لخوا تر سره شوی دی.
دغه راز د خوست امنیه قومندانۍ ویاند عادل حیدر هم ویلي؛ تېره شپه نهه بجې د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ اړوند په ګورچکو کلي کې د تراوح پر لمونځ کوونکیو وسلوال برید شوی، چې له کبله یې درې کسان وژل شوي او یو ماشوم ټپي دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ پېښه وسلوالو مخالفانو ترسره کړي؛ خو طالبانو یې پړه پر حکومت اچولې ده.