تازه خبرونه
د پروژو د نه پلي کیدو پر لامل لسګونه شرکتونه جریمه شوي- مهدي روحاني
د فواید عامې وزارت ویاند مهدي روحاني وایي؛ د هېواد په کچه مو له خپلو پروژو څارنه پیل کړې او هغه شرکتونه په نښه او جریمه شي، چې خپلې پروژې یې پخپل وخت نه دي تر سره کړي.
ښاغلی مهدي روحاني خبرداری ورکوي؛ له ټولو هغو شرکتونو سره به تړونونه فسخه کړي، چې نه شي کولی پروژې په ټاکلي وخت بشپړې کړي.
د نوموړي په وینا؛ که دغه شرکتونه خپلې جریمې پرې نه کړي، نو بانکي ضمانتونه ترې اخیستل کیږي او تړون به یې هم فسخه شي.
د ساختماني شرکتونو ټولنې رییسن عیم یاسین د فواید عامې وزارت دا اقدام، چې ساختماني شرکتونه یې جریمه کړي، ناسم دی.
نوموړی وایي؛ که وزارت غواړي، چې پروژې پخپل وخت بشپړې شي، نو د تدارکاتو لړۍ دې ګړندۍ کړي.
د فواید عامې وزارت په داسې حال کې د پروژو پرڅار ټینګارکوي، چې په تېرو کې د پروژو یوه لویه ستونزه کیفیت ته نه پاملرنه وه.
وبه لیدل شي، چې وروسته له دې دغه ستونزه حل کیږي که بیا به هم دوام لري.