تازه خبرونه
د پروژې په پلي کولو کې خنډ رامنځته کوونکي شرکتونه به جریمه شي-غني
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
افغان ولسمشر وايي؛ له دې وروسته، چې که د پروژو په تطبیق کې له موجه دلیل پرته ځنډ پېښ شي د قانون پر بنسټ به پرشرکتونو نقدي جریمه تطبیق شي.
د ولسمشرۍ مانۍپه اعلامیه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني د ملي تدارکاتو کمیسیون په غونډه کې دغه پرېکړه کړې او وایي، چې لازمه ده پر ټاکلي وخت د پروژو تطبیق ته پام او دقیقه پلانګذاري وشي.
اعلامیې په ډاګه کړې، چې، په دې غونډه کې د لس پروژو موده تمدید شوه.
د ملي تدارکاتو کمیسیون په پرونۍ غونډه کې له غور او بررسۍ وروسته د آسان ـ خدمت پروژه د شپږ شپیته میلیون افغانیو په ارزښت تصویب شوه.