تازه خبرونه
د پغمان ولسوالۍ د ډله ییزجنسي تیري یو بل تورن هم ونیول شو
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د ملي امنیت عمومي ریاست دپغمان ولسوالۍ دډله ییزجنسي تیري یوبل تورن فرض الله هم نیولی دی چې د یاد جنسي تیري پر مهال یې د ډریور او اطلاع ورکونکي دنده لرله.
په همدې حال کې د مدني ټولنې او ښځو حقوقونو یو شمیر فعالین ټینګار کوي چې د فرض الله قضیه هم باید جدي ونیول شي او یاد کس د خپل جرم سزا وویني.
د پغمان ولسوالۍ د ډله ایز جنسي تیري په تړاو اوه کسان پیژندلې وو چې شاوخوا دوه نیمې میاشتې وړاندې له دې ډلې څخه پنځه تنه اعدام او دوه نور د وسله وال غلاوو په جرم، په شلو کلونو بند محکوم شول.