تازه خبرونه

د پغمان په ملا عزت ښارګوټي کې ۳۵۲ جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوه

دې وزارت د شنبې پرورځ یوه اعلامیه خپره کړه، چې په کې راغلي؛ د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون په دې ښارګوټي کې د ۴۴۳ جریبو څخه د ډېرو ځمکو موضوع وڅېړله او د غصب شویو دولتي ځمکو د قضیو د حل لپاره ځانګړې محکمې پرېکړه وکړه، چې ۳۵۲ جریبه ځمکه دولتي ده.

Published

on

عدلیې وزارت اعلان کړی، چې د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په “ملا عزت ښارګوټي” کې ۳۵۲ جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوې ده.

دې وزارت د شنبې پرورځ یوه اعلامیه خپره کړه، چې په کې راغلي؛ د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون په دې ښارګوټي کې د ۴۴۳ جریبو څخه د ډېرو ځمکو موضوع وڅېړله او د غصب شویو دولتي ځمکو د قضیو د حل لپاره ځانګړې محکمې پرېکړه وکړه، چې ۳۵۲ جریبه ځمکه دولتي ده.

د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷ مادې له مخې؛ د دې ځمکې دوسیه رسماً د دولتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته سپارل شوې وه.

د یادونې ده، چې د دولتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی او د غصب شویو ځمکو استرداد د افغانستان اسلامي امارت له اساسي موخو ده، چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمیسیون په همدې منظور رامنځته شوی دی.

Trending

Exit mobile version