سیمه ییز خبرونه
د پكتيا پر ولايتي مقام په بريد كې بريد كوونكي وژل شوي
د پكتيا مركزگرديز په ښاروالۍ كې د درې بريد كوونكيو په شمول څلورتنه ووژل شول.
د پكتيا چارواكي وايي:
درې وسله وال، چې د ښاروالۍ ودانى ته ننوتي وه؛ غوښتل يې د والي پر دفتر او ورڅېرمه دولتي بنسټونو بريد وكړي؛ خو د والي د ساتونكو له خوا ووژل شول.
د آريانا ټلويزيون خبريال نيازالله اصيل په خپل رپوټ كې څرگنده كړې، چې:
د پكتيا ولايت والي وياند روح الله سمون وايي، چې:
د يكشنبې په ورځ(دتلې ۲۴) د غرمې په دولس بجو درې تنو وسله والو د گردېز ښاروالۍ ته په ننوتو غوښتل، چې د پكتيا والي د موټر د تېرېدو لار ترڅارنې لاندې راولي؛ خو د والي د ځانگړيو ساتونكيو له خوا تربرېد لاندې راغلل او ووژل شول.
د سمون په وينا:
په دغه پېښه كې د گردېز ښاروالۍ يو تن كاركوونكى هم وژل شوي .
د سمون په وينا:
بريد كوونكيو له ځان سره يو سرف ډوله موټرهم درلود، چې د يادې پېښې په ځاى كې دريدلى و او يو ساعت وروسته په داسې حال كې وچاودېد، چې سيمه د امنيتي سرتېرو له خوا تشه شوې وه.
د موټرد چاودنې له لامله په گردېزكې د افغانستان بانك، محاكمې، ښاروالۍ او ولايتي مقام ښيښې ماتې شوي؛ خو په كې چاته ځاني زيان نه دى اوښتى.
د دغه برېد مسووليت تردې دمه چا په غاړه نه دى اخيستى