تازه خبرونه

د پكتيا په زرمت ولسوالې كې وسلوالو بريد د ۴ بريدگرو په وژل كيدو پاى ته رسيدلى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د پكتيا د امنيې قوماندانۍ د دفتر مسوول عظيم الله وايي، نن (د تلې۷) سهار د زرمت ولسوالۍ ولسوالې پر دفتروشو، چې په کي څلور بريدگر، څلور پوليس، دوه د ملي امنيت كاركوونكي او دوه نور ملكي وگړي وژل شوي دي.

هغه وايي، لومړى د ولسوالې د دفتر ودانۍ په دروازه كې د مازدا په وسيله ځانمرگى بريد وشو او وروسته وسلوال، چې په سپكو وسلو او ځانمرگو واسكټونو سمبال ول د ولسوالُ ودانۍ ته ننوتل.

سرچينه زیاتوي، چې دې نښتې يو نيم ساعت دوام وكړ او بريد په اته بجو پاى ته ورسيد.

امنيتي چارواكي څرگنوي، چې په وژل شويو كې يو د ښاروالۍ كاركوونكى او يو د ولسوالۍ آشپز هم شامل دي.

وسله والو طالبانو هم منلې، چې پر ولسوالې يې بريد كړى دى .

Trending

Exit mobile version