تازه خبرونه

د پكتيكا ولايت په ارگون ولسوالۍ كې د محلي پوليسو قوماندان وژل شوى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ځانمرگي بريد د پكتيكا ولايت په ارگون ولسوالۍ كې د محلي پوليسو قوماندان گل ببري وژلى دى.

د پكتيكا چارواكي وايي، چې گل ببرى پخوانى جهادي قوماندان دى، چې اوس په خپله سيمه كې د محلي پوليسو قوماندان و.

پر نوموړي په داسې مهال كې ځانمرگى بريد شوى، چې په ارگون كې له جمعې لمانځه وروسته ښار ته وتلى و.

ځانمرگي اول پرنوموړي قوماندان ډزې كړي او بيايې ځان ته چاودنه وركړې ده.

په پېښه كې نور چاته زيان نه دى رسيدلى.

تراوسه چا د دې پېښې مسووليت هم په غاړه نه دى اخيستى.

گل ببرى د پكتيكا ولايت د زيړۍ ولسوالۍ اوسيدونكى و او دا مهال په خپله سيمه كې د سيمه ييزو پوليسو مخكښ قوماندان و.

Trending

Exit mobile version