سیمه ییز خبرونه
د پلاستيكي توكو توليدي كارخانې اومه توكي نه لري
د افغانستان د صنعت كارانو ټولنه وايي:
كه تر۱۵ ورځو د پلاستيكي توكو توليدي كارخانو ته اومه توكي ونه رسيږي، تړل كيږي. د ايران د حكومت وروستۍ پرېكړې، چې افغانستان ته يې د ځينو اومه او پخو توكو صادرات ودرول، كورني توليدات يې زيانمن كړي دي.
د سوداگرۍ وزارت وايې:
تر درې ورځو به افغانستان ته د ايراني توكو د واردولو ستونزه حل شي.
تېره اوونۍ د ايران حكومت افغانستان ته د څه باندې ۵۰ ډوله بېلابېلو اومه او پخو توكو صادرات بند كړل.
د افغانستان د صنعت كارانو ټولنې رييس شېرباز كمين زاده وايي:
د ځينو توكو د توريد په بنديدو انديښمن يم؛ ځكه، چې گاونډ هېوادونه نه غواړي د افغانستان كورني توليدات وده وكړي.
د كومو كارخانو خاوندان، چې پلاستيكي توليدات لري هم وايې:
ترڅو ورځو پورې به مو اومه توكي ختم او كارخانې وتړل شي.
د سوداگرۍ وزارت وياند وحيدالله غازي خېل وايي:
په كابل كې د ايران له سوداگريزې اتشې سره مو دا ستونزه شريكه كړې او تر درې ورځو پورې به افغانستان ته د ايران صادرات له سره پيل شي.
د افغانستان خصوصي څانگې تل ويلي، چې گاونډ هېوادونه د افغانستان په وړاندې تل دوه گونى سياست پرمخ وړي او په دې توگه هركال افغانانوته څه باندې ۶۰۰ ميليون ډالر تاوان اړوي.