سیمه ییز خبرونه

د پلخمري اوسيدونكي د نوم ليكنې بهير پڅ بولي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د بغلان اوسيدونكي اوس د تېر په پرتله د ټاكنو پر ملي بهير باوري شوي او سړه هوا او د ځمكې پر سر واوره هم د رايي وركولو مركزونو ته د هغوى د ورتگ په وړاندې خنډ نه شي گرزيداى.

د بغلان په مركزي ښار پلخمري كې ځينې خلك وايي، چې د تاكنو د خپلواك كميسيون كاركوونكي د خلكو پر برخليك لوبې كوي.

دوى زياتوي، دا څو ورځې كيږي، چې د دې بنسټ كاركوونكي د برښنا د نه شتون او د دفتر د ليږد په پلمه د راى وركولو له كارتونو بې برخې شوي دي.

د بغلان په ولايت كې د تاكنو د خپلواك كميسيون د سيمه ييز دفتر رييس امان الله حبيبي دا څرگندونې ردوي.

ښاغلى حبيبي زياتوي، دا مهال په پلخمري ښار كې د رايه وركوونكيو نوم ليكنه روانه ده او تر اوسه له ۱۵۰ زره زياتو كسانو د راى وركولو كارتونه تر لاسه كړي دي.

Trending

Exit mobile version