تازه خبرونه

د پل علم ښار د لومړۍ ناحيې د پولیسو قومندان ووژل شو

Published

on

Last Updated on: غویی ۲۱, ۱۴۰۰

د لوګر ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي؛ د دې ولایت د مرکز پل علم ښار د لومړۍ امنیتې حوزې امنیه قومندان شاهپور احمدزی د ناڅرګندو وسلوالو په ډزو کې ووژل شو.

د لوګر ولایتي شورا مشر حسیب الله ستانکزي آریانا نیوز ته ویلي، چې شاهپور احمدزی نن ماښام د پل علم د شهید څلور لاري په اړوند سیمه کې د ناڅرګندو وسلوالو لخوا وژل شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د لومړۍ حوزې امنیه قومندان له ټپي کیدو وروسته په روغتون کې مړ شو.

تر دې دمه کومې ډلې یا فرد د برید پړه نده منلې.

Trending

Exit mobile version