1393ټاكنې

د پنجشنبې په ورځ به د ټاکنو د قسمي پایلو دریم پړاو اعلام شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاكنو خپلواك كميسيون وايي، چې د پنجشنې په ورځ ( د غویي ۴ ) به د ټاكنو د قسمي پايلو دريم پړاو په لوړې فيصدۍ سره اعلام كړي. د ټاكنو د خپلواك كميسيون وياند وايي، د ټاكنو لومړنۍ پايله به هم د شنبې په ورځ اعلام شي.

د مهال وېش له مخې، د ټاكنو خپلواك كميسيون بايد د ولسمشريزو ټاكنو لومړنۍ پايله د غويي په څلورمه اعلام كړې واى، خو همدا اوس دا كميسيون ټينګار كوي، چې د غويي په څلورمه به د قسمي پايلو دريم پړاو په لوړې فيصدۍ سره اعلام كړي، او د تاكنو لومړنۍ پايله به د غويي په شپږمه اعلام شي.

د ټاكنو د خپلواك كميسيون وياند نور محمد نور همدا راز د ټاكنو د لومړنيو پايلو په اعلام كې د ځنډ له كبله هر ډول اندېښنې ردوي او وايي، په دې مسئله كې سياسي ملحوظات نشته.

دى همدارنګه وايي، كميسيون غواړي شكمن محلونه په سمه توګه وڅېړي، چې له همدې وجې دا ځنډ را منځته شو.

د ټاكنو د خپلواك كميسيون د وياند په وېنا، له څه باندې ۱۶سوو محلونو څخه ۱۴۶۳ يي پلټل شوي او همدا راز د ۷۸۹ محلونو د رايو بيا شمېرنه شوې او د پايلو پاڼې يي كميسيون ته رسېدلي دي.

ده زياته كړه د پايلو اته نوي اعشاريه پنځه سلنه پاڼې طى مراحل شوي او نهه اتيا اعشاريه نهه ويشت سلنه يي ارشيف شوي دي.

Trending

Exit mobile version