تازه خبرونه

د پنجشیر د عامې روغتیا ریاست پر موټر په چاودنه کې ۴ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۵, ۱۴۰۰)

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې نن سهار (چارشنبه د غوایی ۱۵) د پنجشیر ولایت د عامه روغتیا ریست د کارمندانو پر موټر د سړک غاړې په ماین چاودنه کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

د کابل ولایت د کلکان ولسوال عبدالغفور پوپلزي ويلي: نن سهار د پنجشیر ولایت د عامې روغتیا ریاست د کارمندانو او ډاکټرانو پر کاسټر موټر، چې پنجشېر ولایت ته پر لاره و؛ په کلکان ولسوالۍ کې د کابل – پروان پر لویه لار له ماین چاودنې سره مخ شوی، چې یو کس یې وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

هغه د پیښې په اړه ډېر جزئیات ورکړي ندي.

پولیسو هم پېښه تائید کړې او وایي، چې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

له سیمې څخه د پېښې لیدونکیو ویلي، چې په دې برید کې یو کس وژل شوی او لس نور ټپیان دي.

تر دې دمه هیچا د برید پړه نده منلې او طالبانو په پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.

Trending

Exit mobile version