تازه خبرونه
د پنجشیر له لوبغالي د پوځي اډې په توګه کار اخیستل باید ودرول شي – المپیک ملې کمیټه
د المپیک ملې کمیټې له حکومته غوښتي، چې په پنجشیر کې د دغه فدراسیون له سپورټې لوبغالو څخه د پوځي اډې په توګه کار وانخلي.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ د پنجشیر د فوټبال فدراسیون له جوړیدو راپدیخوا په دې لوبغالي کې نه یوازې دا، چې سیالۍ ندي شوي، بلکې پوځي ګټه ترې پورته شوې ده.
په دې څرګندونه کې راغلي؛ یو کال مخکې د بدني روزني او ورزش ریاست په وړاندیز د ولسمشر لخوا یو کمیسیون وټاکل شو او د پنجشیر د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته امر وشو، چې د پوځي الوتکو د پروازونو او کیناستلو لپاره بل ځاي وټاکي.
خو دغو ویناوو سره سره، تر دې دمه له یاد لوبغالي څخه د پوځي موخو لپاره کار اخیستل کیږي.
