سیمه ییز خبرونه

د پنځوسو هېوادونو استازي راټول شوي تر څو په افغانستان كې له بحران څخه د وتلو لارې ولټوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د المان د بهرنيو چارو وزير وايي، اوس افغانانو ته په كار ده، چې په دغه هېواد كې شوي لس كلن پرمختګونه وساتي. د هغه په باور د را روانو ټاكنو شفافيت، له اداري فساد سره مبارزه، او ښه حكومتداري د افغانستان راتلونكې ډاډمنولى شي.

په برلين كې د پنځوسو هېوادونو استازي را ټول شوي تر څو په افغانستان كې له روان بحران څخه د وتلو لارې چارې ولټوي.

د تماس ډلې په نوم راټول شوي استازي وايي، چې دوى په ځانګړي توګه د افغانستان په امنيتي او سياسي حالاتو خبرې كوي.

په غونډه کې د المان د بهرنيو چارو وزير ګېدو ويستروله پر افغان حكومت غږ وكړ، چې جدي اصلاحات راولي او له اداري فساد سره د جدي مبارزې هڅې ګړندۍ كړي.

د المان د بهرنيو چارو وزير همدارنګه ووېل، مونږ په ګډه بايد افغانان وهڅوو، چې خپل مسئوليتونه واخلي او خپل هېواد په سمې لارې برابر كړي.

ده ويلي، چې لس كلنې لاسته راوړني، په ځانګړې توګه د ښځو او لږكيو حقوق خوندي كړي.

د هغه په باور په افغانستان كې يوازې د جګړې له لارې ستونزه د حل كېدو وړ نه ده او په كار ده، چې ښكېلې خواوې سياسي حل ته غاړه كېږدي.

نوموړی همدارنګه وایی، په افغانستان كې سوله د سياسي جوړ جاړي له لارې شونې ده او نړيوالې ټولنې او د افغانستان ګاونډيو ته هم په كار ده، چې د سياسي جوړ جاړي د پروسې ننګه وكړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پخوانى مرستيال جاويد لودين وايي:

په داسې حال كې، چې افغانستان له سختو كړاوونو سر ه مخ دى، يوازې ټاكنې كولى شي، چې دغه هېواد له ستونزو بهر كړي.

هغه له وسله والو طالبانو او نورو وسله والو مخالفو ډلو سره د سولې پر خبرو ټينګار وكړ او زياته يې كړه، چې د نواز شريف بريا هم يو ښه فرصت بلل كېږي، چې له پاكستان سره دوستانه خبرې وشي.

جاوېد لودين همدارنګه ووېل، كابل به له ګاونډيو هېوادونو سره د څو اړخيزو خبرو له لارې په افغانستان كې د سولې د ټينګښت لپاره هڅې جاري وساتي.

تر دې دمه افغان لورې په دغه هېواد كې د سولې د ټينګښت لپاره د پاكستان پر هڅو ډاډه نه دى او وايي، چې پاكستاني پوځي كړۍ د افغانستان د وسله والو مخالفينو ننګه او ملاتړ كوي.

Trending

Exit mobile version