تازه خبرونه
د پور ځانگړي صندوق د هېواد كروندگرو ته ۹۰ ميليون دالر وركړي
د كرني او مالداري وزير محمدآصف رحيمي وايي:
تر اوسه ۲۳۰۰ كروندگرو ته نوي ميليون دالر د پور په بڼه وركړي، چې شل ميليون يي بېرته د بزگرانو له خوا وركړشوي دي.
ښاغلى رحيمي زياتوي، دنمارك هم له دې صندوق سره د مرستو ژمنه كړې ده.
د نوموړي په وينا، د بزگرانو لپاره به د لازمو امكاناتو د برابرولو په موخه د كرنې بانك هم جوړ شي.
د سوداگرۍ او صنايعو خونې عامل رييس محمد قربان حقجو افغانستان د پانگونې لپاره مناسب ځاى بولي او د كرنې له وزارت غواړي، چې د كرنې د عصري كولو لپاره زياتې هڅې وكړي.
چارواكو دا څرگندونې په هغه نندارتون كې كړي، چې د بزگرانو محصولات په كې نندارې ته كيښودل شوي ول.