پرمختګ او بشپړتیا
د پولو له ټاكلو او ساتلو پرته دايمي امنيت امكان نه لري- هدايت
د جيوديزۍ او كارتوگرافۍ چارواكي وايي:
دا اداره كولى شي، چې د هېواد پولې او په ځانگړي توگه ختيځې او سويلي پولې وټاكي، خو سياسي ستونزو يې مخه نيولې ده.
دا اداره له حكومت څخه غواړي، چې د لويديځو پولو د ټاكلو لپاره ژر اقدام وكړي.
د جيوديزۍ او كارتوګرافۍ ادراه يوازنى بنسټ دى، چې د هېواد له بېلابېلو سيمو انځورونه اخلي او نقشې كاږي.
د دې ادارې ډېركارد حكومت د راتلونكي لپاره د پروگرام جوړولو په موخه د سياسي، اقتصادي او كرنيزو نقشو رسمول دي.
دا اداره دغه راز يو بل مهم او ارزښتاك كارهم په غاړه لري، چې هغه د هېواد د ملي او نړيوالو پولو تثبيت او په نخښه كول دي.
د دغې ادارې مسوولين وايي:
د بېلابېلو سياسي د لايلو له لامله د افغانستان سرحدونه په ځانگړي توگه ختيځې او سويلي پولې د افغانانو په خوښه نه دي ټاكل شوي.
د جيوديزۍ ادارې رييس فضل احمد هدايت وايي:
افغانستان له شپږو هېوادونو سره ۵۳۹۴ كيلومتره پوله لري، چې ډېرې يې تراوسه په دقيقه توگه تثبيت شوې نه دي.
هغه وايي:
په وروستيو كلونو كې دغه اداره پر وسايلو او تجهيزاتو سمباله شوې او د پولو د ټاكنې او په نخښه كولو توان لري، خو د سياسي دلايلو له لامله تراوسه د هېواد د پولو او په ځانگړي توگه له پاكستان سره د پولو د ټاكلو اجازه نه لري .
دغه اداره له حكومت څخه غواړي، چې له ايران سره د پولو د په نخښه كولو په اړه خبرې وكړي.
هغه وايي:
د هرې ورځې په تېريدو په لويديځو سرحدونو كې د سيندونو او نورو عواملو له لامله د افغانستان خاوره د ايران په خاوره ور زياتيږي .