تازه خبرونه

د پولو په ساتنه کې قومي مشران او ديني عالمان مرسته کولی شي- ګلاب منګل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سرحدونو او قبايلو چارو وزير، چې د جمعې په ورځ دې ولايت ته رسیدلی د خپل سفرموخه يې د ټاپي پروژې د ساتنې او د هغه د اهميت په اړه له قومي مشرانو او ديني عالمانو سره خبرې اترې او د دې ولايت له بېلابېلو مخورو سره ليدنې کتنې په ګوته کړي دي.

د سرحدونو او قبايلو چارو د وزير محمد ګلاب منګل په وینا؛ ورته سفرونه يې د هیواد نورو ولايتونو ته هم ترسره کړي او دا لړۍ به نوره هم دوام وکړي.

هغه زیاته کړې؛ د دغو کاري سفرونو په لړ کې به ديني عالمان او قومي مشران وهڅوي، چې له امنيتي ځواکونو سره يوځای د ټاپي پروژې د هلمند له برخې ساتنه وکړي.

هغه په دې وروستيوکې د هېواد په ځينو سيمو کې د پاکستانيو ځواکونو راتلل د ديورند کرښې دې غاړې ته هم نغوټه وکړه او زياته يې کړه؛ يوازې د هلمند په بهرامچه سيمه کې نه دي ځای په ځای شوي، بلکې په نورو سرحدي ولايتونو کې هم دا ستونزه شته، خو هڅې روانې دي، چې دا ستونزې د خبرو له لارې اوارې شي.

د هغه په خبره؛ د ګډې پولې په ساتلو کې له امنيتي ځواکونو سره په ګډه قومي مشران، ديني عالمان او مخورځانګړی رول لري، چې اوس دوی د همدې موخې له پاره په ولايتونوکې له قومي مشرانو او مخورو خلکو سره ليدنې او کتنې پيل کړې دي.

خبریال: نعمت الله زهير

Trending

Exit mobile version