پرمختګ او بشپړتیا
د پوليسو او خلكو ترمنځ اړيكې به پياوړې او غښتلې شي – رحمن
د كورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال وايي:
د دغو پرگرامونو له لارې به د پوليسو او خلكو ترمنځ رامنځته شوى واټن لږ شي.
د دوى په وينا:
دغه پروگرام به ډېرژر د UNDP په مالي مرسته د هېواد په ټولو ولايتونو كې پيل شي.
د كورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال عبدالرحمن رحمن وايي:
د دغو پروگرامونو په مټ به د ښځينه پوليسو د جلب او جذب چارې هم چټكې شي.
د آريانا راډيو – ټلويزيون خبريال اسلم حجاب په ډاگه كړې، چې :
په كابل كې د كورنيو چارو وزارت او دUNDP لخوا د ټول هېواد د پوليسو د چارواكو او مدني ټولنو استازيو په گډون يو دوه ورځينى وركشاپ پيل شو.
د كورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال عبدالرحمن رحمن وايي:
په دغه وركشاپ كې به د يوې داسې تگلارې پرجوړولو كار وشي، چې د خلكو او پوليسو ترمنځ د همكارۍ او باور فضا غښتلې كړي.
د ښاغلي رحمان په وينا:
دغه پروگرام يو كال وړاندې د پلازمېنې كابل په اته ولسواليو كې عملي شوى و او مثبتې پايلې يې درلودې.
نوموړى زياتوي:
له همدې لامله په پام كې ده، چې اوس دغه پروگرام د هېواد په ټولو ولايتونو كې پلى شي.
نوموړى دغه راز د خلكو او پوليسو ترمنځ د نږديوالي په رامنځته كولو كې د اعلاناتو او د جوماتونو د ملا امامانو له لارې د خلكو خبراوى او پوهاوى هم گټور بولي.
د يو شمېرمدني ټولنو استازي هم د خلكو او پوليسو ترمنځ د واټن ليرې كول اړين بولي او ورته پروگرامونه د امنيت راوستو لپاره گټورگڼي.
په افغانستان كې د ملگرو ملتونو د پرمختيايي پروگرامونو رييس منوچ بسنيات د ښځينه پوليسو د شمېرزياتوالى ستايي او د دوى شتون د يوې مدني ټولنې اساسي اړتيا گڼي.
په افغانستان كې د ملگرو ملتونو د پرمختيايي پروگرام رييس منوچ بسنيات زياتوي:
د تېر په پرتله اوس د افغان ښځينه پوليسو په شمېره كې زياتوالى راغلى، چې دا له پوليسو سره په ډېرو برخو كې مرسته كولى شي. په امنيتي چاروكې د ښځو زياتوالى پخپله د امنيت د تامين معنالري.
دغه راز د دې وركشاپ پوليس ميرمنې په ټولنه كې د فرهنگي ستونزو يادونه كوي؛ خو ډاډ وركوي، چې له دې ټولو ستونزو سره سره به د خپلو هېوادوالو خدمت ته دوام وركوي.
د كورنيو چارو وزارت چارواكي وايي، چې:
دغه پروگرام به ډېر ژر دهيواد په ۶۵ ولسواليو كې عملي شي.
چارواكي دغه راز وايي، چې دغه شمېر د بسنې وړنده او دوى د نړيوالې ټولني په مرسته د ښځينه پوليسو پر زياتيدو نور ټينگار هم كوي .