سیمه ییز خبرونه
د پوليسو تلفات د تېر كال په پرتله لږ شوي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د بهرنيو سرتېرو د وتلو په بهير كې تل د افغان ځواكونو له تلفاتو خبرې شوي؛ خو اوس د ملي پوليسو عمومي رييس پاسوال سالم احساس دغو اندېښنو ته د پاى ټكى كيښود او وايي:
اوس پوليس د جگړې په ډگر كې د خپلو زده كړو او تجربو په بركت بريالي گامونه پورته كوي، چې په همدې لامل يې تلفات هم لږ شوي دي.
له بلې خوا د كابل اوسيدونكي غواړي ، چې د پوليسو كړنې له خلكو سره قانوني شي.
له پوليسو څخه د خلكو اندېښنې كومه نوې خبره نه ده. پخوا هم خلكو د پوليسو له ناوړه كړنو اندېښنې درلودې او ويل كيدل، چې د دوى د كار او فعاليت خنډ كيږي.