بلخ @ps
د پوليسو دنده جګړه نه، د قانون پلي كول دي-جاهد
كورنيو چارو وزير وايي،د پوليسو اصلي دنده د قانون پلي کول دي؛ خو د امنيتي ګواښونو او ستونزو له امله په ډېرو ولايتونو كې پوليس اړ شوي، چې د پوځي تجهيزاتو له كموالي سره سره د وسلوالو پرضد و جنګيږي.
كورنيو چارو وزير تاج محمد جاهد، چې بغلان ته يې د خلكو له نيوكو او د امنيتي ستونزو له ډېروالي وروسته سفر كړى ټينګار كوي: د دغه ولايت په مركزي بغلان ولسوالې كې وسلوالو طالبانو د امنيتي ځواكونو هيڅ یو اكمالاتي كاروان نه دى نيولى؛ خو آريانا نيوز ته رسيدلي تصويرونه ښيي، چې د امنيتي ځواكونو له ۲۰ ډېر وسايط په مركزي بغلان كې د وسلوالو لاس ته ورغلي؛ څه يې له ځان سره وړي او نور يې سوځولي دي.
نوموړی زیاتوي، په بغلان كې وسله والو طالبانو د امنيتي ځواكونو هيڅ اكمالاتي كاروان نه دى نيولى.
د بغلان اوسيدونكی شهنواز شرار د انديښنې په څرګندولو له دولت غواړي، چې د پلخمري په قرغان تپه كې د محاصره شويو سرتېرو په ژغورلو كې جدي هڅې وكړي.
د تلې په شپاړسمه د جمعې په شپه وسلوالو د مركزي بغلان په جنګل باغ سيمه كې د امنيتي ځواكونو پر هغه اكمالاتي كاروان بريد وكړ، چې كندوز ته روان و. د دې كاروان يوه برخه كندز ته ورسيده؛ خونور يې وسلوالو وسوځول او يايې له ځان سره يووړل او دا لاره يې د ترافيكو پرمخ وتړله، چې هم بنده ده.