تازه خبرونه

د پوليسو له ليکو تېرکال یو په څلورمه برخه سرتېري تښتېدلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

وال سترېت ژورنال ورځپاڼه وایي، د کورنیو چارو وزارت مرستندویه هېوادونو ته په یوه پټ لیک کې لیکلي چې په ۲۰۱۵ميلادي کال کې له شپږدېرش زرو زیاتو پولیسو دنده پرېښې ده.

په همدې حال کې کورنیو چارو وزارت په دې شمېر کې د پولیسو له خوا د دندې پریښودل ردوي.له اوږدې مودې را په دېخوا د ناټو په مشرۍ د اېتلافي ځواکونو یوه لویه اندېښنه داده چې د بېلابېلو عواملو په اساس افغان امنیتي منسوبین خپلې دندې پرېږدي.

اوس وال ستریت ژورنال ورځپاڼه مرستندویه هېوادونو ته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د یوه پټ راپور په حواله وایي چې شپږ دېرش زره پولیسو چې د ټولو پولیسو یو په څلورمه برخه ده، د طالبانو د بریدونو د زیاتوالي او کمزورې رهبري له امله تېر کال خپلې دندې پرېښي دي.

د دغې ورځپاڼې په وینا، مرستندوی هېوادونه چې سر کې یې امریکا راځي، تر اوسه د پولیسو په برخه کې اتلس میلیارد ډالر پانګونه کړې ده، خو کورنیو چارو وزارت دا څرګندونې ردوي او په دې شمېر کې د پولیسو له خوا د دندو پرېښودو خبره نه مني.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش وايي: “دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، د جنوري په میاشت کې نږدې دوه سوه پولیس منسوبین ووژل شول چې په دې تلفاتو مرستندوی هېوادونه اندېښمن دي. د نړیوالو ځواکونو په وتو سره د پولیسیو تلفات ځکه زیات شول چې د جګړو په لومړیو کرښو کې پراته دي.”

 

Trending

Exit mobile version