سیمه ییز خبرونه

د پوليسو مرګ ژوبله د تېر كال په پرتله لوړه شوې ده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په افغانستان كې د پوليسو مرګ ژوبله د تېر كال په پرتله ديارلس په سلو كې لوړه شوې ده. د كورنيو چارو وزارت د ارقامو له مخې په روان كال كې اتلس سوه پوليس وژل شوي دي.

د كورنيو چارو وزارت د ارقامو له مخې په روان كال كې يو زرو اته سوه پوليس د وسله والو مخالفينو په بريدونو كې وژل شوي او درې زره ټپيان شوي دي، چې دا ارقام د تېر كال په پرتله ديارلس په سلو كې زيات دي.

د كورنيو چارو وزارت د ارقامو له مخې په روان كال كې څلور زره او شپږ سوه وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ زره او اووه سوه ټپيان شوي دي، چې دا ارقام هم د دغه وزارت د تېر كال د ارقامو په پرتله يو ويشت په سلو كې زياتوالى ښيي.

د وسله والو طالبانو د ځانمرګو، چاودنو او تهاجمي بريدونو شمېر له شپږو زرو اوښتى دى.

په همدې وخت كې د كورنيو چارو وزارت مسئولين وايي، چې په روان كال كې يې شپږ سوه پنځوس ټنه نشه يي توكي او د دغو توكو شپږ سوه كاروباريان نيولي دي.

په ټول افغانستان كې په روان كال كې د جنايي پېښو شمېره له دوولسو زرو اوښتې ده.

په افغانستان كې نړيوال ځواكونه وايي، چې په روان كال كې يې د وسله والو طالبانو سره په جګړه كې درې سوه اويا سرتېري وژل شوي دي.

Trending

Exit mobile version