تازه خبرونه

د پولیسو يوه کارمنده په یوه برید کې له دواړو سترګو بې برخې شوه

Published

on

Reuters

پولیسو ویلي؛ یوه ۳۳ کلنه افغان پولیسه، چې په غزني ولایت کې یې دنده تر سره کوله د وسلوالو په برید کې ټپي او له دواړو سترګو بې برخې شوې ده.

خاطره نومې پولیسې رویترز خبري سرچینې ته ویلي، چې لومړی درې موترسایکل سپارو پرې وسلوال برید وکړ او بیا یې پر چړې پر دواړو سترګو ړنده کړه.

خاطرې زیاته کړې: کله، چې په ​​روغتون کې پر هوش راغله؛ نو څه یې لیدلی نشول.

هغه وایي: ما له داکترانو وپوښتل، چې ولې زه څه نه شم لیدلی؟ دوی راته وویل، چې ټپونه اوس هم تړلي دي؛ خو په دې وخت کې زه پوهیدم، چې له سترګو بې برخې شوې یم.

خاطره او ځایي چارواکي دواړه د پېښې پړه پر وسلوالو مخالفانو وراچوي او وایي، چې د خاطرې پلار له کوره بهر د هغې له کار سره پوره مخالف و.

رویترز راپور ورکړی، چې خاطرې له څو میاشتو راپدیخوا د غزني ولایت د امنیه قومندان د جنایي جرمونو په څانګه کې کار کاوه او هیله منه وه، چې د پولیسو په لیکو کې دنده روانه وساتي.

نوموړې رویترز ته دا هم ویلي: ای کاش ما لږ تر لږه یو کال په پولیسو کې خدمت کړی وای. که دا پېښه راته وروسته پېښه شوې وای؛ نو را ته به لږ دردوونکی وای؛ خو دا پېښه راته ډېر ژر رامنځته شوه. زه یوازې د درې میاشتو لپاره په پولیسو کې د کار کولو هیلې ته ورسیدم.

د بشري حقونو هڅاندو ویلي؛ پر خاطرې وسلوال برید ښیي، چې اوس هم د ښځو له دندې سره مخالفتونه شته.

میرمن خاطرې زیاته کړې: هغې هڅه کړې وه، چې خپل پلار قانع او کلونه کلونه له کور څخه بهر کار وکړي؛ خو هیڅ ګټه یې ونکړه. په پای کې د خاطرې میړه ومنله، چې هغې ته د پولیسو په لیکو کې د کار کولو اجازه ورکړي؛ خو د هغې پلار د دې نظر مخالف پاتې شو.

خاطرې ویلي؛ کله ، دندې ته روانیدم پلار مې څارلم . بیا یې له طالبانو سره اړیکې ونیولې او له هغو څخه یې غوښتي وه، چې زما مخه ونیسي.

هغې دا هم ویلي؛ پلار یې  طالبانو ته د دې د هویت پاڼې یوه کاپي هم ورکړې وه، چې په پولیسو کې زما دنده ورته ثابته کړي.

د غزنی د پولیسو ویاند منلې، چې د برید ترشا د طالبانو لاس دی او د خاطرې پلار هم نیول شوی دی. رویټرز ونه توانید چې مستقیم د تبصرې لپاره هغه ته ورشي.

خاطره اوس په کابل کې د کورنۍ د نورو ۵ غړیو او ماشومانو سره پټ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالب ویاند رویټرز ته ویلي، چې دا یوه کورنۍ مسله ده او دوی په کې ښکېل ندي.

Trending

Exit mobile version