تازه خبرونه

د پوهنتونونو حضوري درسونه تدریجي پیل کیږي

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲, ۱۴۰۰)

د عامې روغتیا، لوړو زدکړو پوهنې وزارت د ګډې کمېټې له پرېکړې سره سم د پوهنتون درسونه به په راتلونکیو دوه اوونیو کې تدریجي پیل شي.

د لوړو زدکړو وزارت ويلي، چې د ټولو زدکړیالانو او استادانو له واکسین وروسته به حضوري درسونه په هغو ولایتونو کې پیل شي، چې د کرونا کچه یې له ۳۵ سلنې کښته وي.

د لوړو زدکړو وزارت ویاند حامد عبیدي په دې اړه ویلي؛  د لوړو زدکړو په ټولو بنسټونو کې به درسونه په تدریج پیل کیږي. لومړي به د هغو ولایتونو تدریسي چارې په دوه اوونیو کې دننه پیل شي، چې د کرونا کچه یې ۳۵ سلنې ته راټیټه شوې وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کرونا د درېیمې څپې له خپرېدو وروسته د افغانستان ښوونیز بنسټونه د دوه میاشتو لپاره تړل شوي وه.

د پوهنې وزارت ويلي، چې د ګرمو سیمو د ښوونځیو کلنۍ آزموینې او د سړو سیمو څلورمیاشتنۍ  هغه به  د روانې زمري میاشتې پر شپږمه نېټه تر روغتیايي پاملرنې لاندې پیل شي.

نجیبه آرین ، د پوهنې وزارت ویاندې ویلي: “د آزموینې بهیر ممکن وخت ونیسي؛ ځکه، چې مونږآازموینې په څو شفټونو کې تر سره شي.

د عامې روغتیا وزارت ويلي، چې د اختر په ورځو کې د خلکو د تګ راتګ اغېزې به په یوه بله اوونۍ کې وپېژندل شي او اوس شمېر څه نا څه ښه دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند غلام دستګیر نظري ویلي: مونږ به له اختر وروسته یوه اوونۍ وګورو، چې د کرونا سلنه څومره توپیر لري.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو څلیریشت ګړیو کې پر کرونا اخته  ۳۲ ناروغان مړه شوي.

Trending

Exit mobile version