سیمه ییز خبرونه
د پوهنې وزارت د ۳۴ میلیون درسي کتابونو د وېش لړۍ پېل کړه
د پوهني وزارت ۳۴ ميليون درسي كتابونه چاپ او د چهارشنبې په ورځ ( د وږی ۶ ) يې د وېش لړۍ پيل كړه. د پوهني وزارت چارواكي وايي، چي دغه كتابو ته د امریکا د نړیوالو پراختیايي مرستو ادارې په شل ميليون ډالرو مرستو چاپ شوي، چي په وېشلو سره به يې تر دې وروسته زدكوونكي د درسي نصاب له ستونزو سره مخامخ نشي.
د پوهنې وزارت وايي، چي دا كتابونه د امریکا د نړیوالو پراختیايي مرستو ادارې په شل ميليون ډالرو لګښت په افغانستان او اندونيزيا كي په معياري توګه چاپ شوي.
د پوهنې وزير فاروق وردك وايي:
دغه وزارت توانېدلي، چې په تېرو لسو كلونو كي د ۱۱۹ ميليون ډالرو په ارزښت ۲۱۳ ميليونه درسي كتابونه چاپ كړي او د ۲۷ ميليون نورو كتابونو چاپ چارې به د روان كال ترپايه بشپړې شي.
په ورته وخت كې په افغانستان كي د امريكا د پراختيايي اداري مسئول دويد برنز وايي:
دغه كتابونه كولاي شي، چي د ميليونونو زده كوونكو د وړتياوو په لوړوالي كې اغېزناك رول ولوبوي او په راتلونكې كې به هم له دغه وزارت سره خپلو مرستو ته دوام وركړي.
نوموړی همدارنګه زیاتوي، زه ژمنه كوم، چي زموږ مرستي په د پوهني له نظام سره همداسي دوام وكړي ، موږ د پوهني وزارت ملاتړ يو تر څو د پوهې كچه لوړه شي.
د پوهنې وزارت چارواكي همدارنګه وايي، چي له ۲۰۱۴ كال وروسته به د پوهني نظام له كومې ستونزي سره مخامخ نشي ځكه، چي افغانستان د نړۍ د پنځو تعليمي مشاركتونو غړيتوب تر لاسه كړى او له افغانستان سره به مالي او د پروګرام جوړلو مرسته وكړي.
د پوهني وزير زیاته کړه، چې له تېرو پنځو كلونو را په دې خوا په ټول هېواد كې ۱۱۰۰ ښوونځي د امنيتي او نورو لاملونو له امله تړل شوي وو، چې د دوی په هڅو سره ۷ سوه ښوونځي بېرته پرانستل شوي، خو ۴ سوه نور تراوسه هم بند دي.