سیمه ییز خبرونه

د پوهنې وزارت کې د ضوابطو پر ځاى روابطو ته ډېره پاملرنه كېږي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د مشرانو جرګې يو شمېر غړي وايي، چې د پوهنې وزارت په كړنو كې فساد شتون لري. د مشرانو جرګې دغه غړي همدارنګه وايي، چې د پوهنې وزارت يو شمېر پېرودنې مبهمې دي او په دغه وزارت كې د كسانو په ګمارل كېدو كې د ضوابطو پر ځاى روابطو ته ډېره پاملرنه كېږئ.

د كابينې د وزيرانو تلل راتلل دواړو مجلسونو ته په يوه عادي خبره بدله شوې ده. ډېرى استجوابيه غونډې، چې بې پايلې پاى ته رسېږي پكښې د ملامت او سلامت توپير نه كېږي.

د مشرانو جرګې د سې شنبې ورځې ( د ليندۍ ۱۹ ) غونډې ته د پوهنې او لوړو زده كړو وزيران ور غوښتل شوي وو، د مشرانو جرګې يو شمېر غړي په يو شمېر برخو كې د پوهنې وزير په اداري فساد تورنوي او وايي، دغه وزارت د ټول هېواد لپاره د ښوونځيو د جوړولو او زده كړې يو شان بهير نه دى پلى كړى.

بلخوا د پوهنې وزير فاروق وردګ وايي، په ډېرو ګډوډيو كې په خپله سناتوران او د ولسي جرګې غړي  لاس لري.

بلخوا د لوړو زده كړو وزير عبيد الله عبيد هم په يو شمېر تورونو لكه بهرنيو هېوادونو ته په تحصيلي بورسونو كې د توازن نه شتون، تورن وو.

له ډېرو ناندريو او پوښتنو ځوابونو څخه وروسته د مشرانو جرګې دغه استجوابيه غونډه همدا راز روانه وه، خو پايلې يې ښكاره نه شوه.

د مشرانو جرګې په څنډو كې د وزيرانو او سناتورانو تر مېنځ پټې خبرې د دې لامل شوې، چې خبريالان له ډېر څه څخه بې خبره پاته شي.

Trending

Exit mobile version