سیمه ییز خبرونه
د پو هني وزارت د كاركوونكيو د تلفاتو كچه لوړه شوې
د پوهنې وزارت چارواكي وايي،:
د تېر كال په پرتله سږ كال په يو شمېر ولایتونو کې د ناپېژاندو وسله والو له لوري وژنې ډېرې شوي او د يوشمېر مد یرانو له وژل کيدو وروسته د دې وزارت د معارف د منسوبینو د امنیت په اړه اندېښنې مخ په ډېريدو دي.
د پوهنې وزارت وياند امان الله ايمان وايي:
د روان هجری لمریز کال له پيله د پوهنې وزارت له ۱۰۰ ډېر کارکوونکي د جگړو او هد في وژنو ښكار شوي دي.
نوموړى له امنیتي ارگانونو غواړي، چې د کارکوونکيو امنیت ته يې جدي پاملرنه وکړي.
په نوې رامنڅته شوې پېښه كې د پروان ، روزگان او هرات ولايتونو د پوهنې درې مديران وژل شوي دي.
د پوهنې وزارت وياند وايي: مخالفينو د ښوونځيو له سوزونې او د ښوونځيو د زده كوونكيو له مسمومولو كومه گټوره پايله تر لاسه نه كړه اوس يې د پوهنې د منسبينو وژلو او گواښلو ته مخه كړې ده.
په هېواد كې ناامني د پوهنې په وړاندې ستر گواښ دى، چې پر لامل يې دوه نيم ميليون ماشومان له زده كړې بې برخې پاتې دي.
د پوهنې وزارت چارواكو په ډاگه كړې ده، چې د هېواد په جنوبي او شرقي سيمو كې څه نا څه ۴۳۰ ښوونځي د ناامنيو پر لامل تړل شوي دي.
په تېرو دولس كلونو كې د پوهنې وزارت غوره لاسته راوړنې لري او اوسمهال څه نا څه لس ميليون ماشومان په زده كړو اخته دي.
د پوهنې وزارت له خلكو څخه د همكارۍ غوښتنه كوي او وايي، چې ټولو ماشومانو ته دې د زده كړې خوندي چاپېريال برابر كړاى شي.
كه څه هم د وژنو او گواښونو پړه چا او يا كومې ډلې په غاړه نه ده اخيستې؛ خو تل گوته وسلوالو مخالفينو او د سيمې استخباراتي كړيو ته نيول كيږي.
