تکنالوزی

د پيسو د ليږد گرځند سيستم به پكار پيل وكړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د مخابراتو وزارت به د امريكا نړيوالې پراختيا يي ادارې په مرسته د پېنځه ميليون ډالرو په ارزښت د  څلورمخابراتي شبكو له لارې د پيسو د ليږد  سيتم فعال  كړي.

د مخابراتو وزير وويل، چې:

د دغه سيتم له لارې به د ښوونكيو او نور دولتي كاركوونكيو معاشونه پرته له ځنډ او ستونزو اجرا  او  له اداري فساد څخه به مخنيو وشي.

په مالي  پروسه كې د شموليت  په موخه  د مبايل له لارې  د پيسو  ليږد په  هغه  غونده كې، چې د  مخابراتو وزارت لخوا د  امريكا نړيوالې پراختيايي  ادارې په ملاتړ په كابل كې جوړه شوې وه .

د مخابراتو وزير وويل، چې:

دغه د گرځند(مبايل)  له لاري د پيسو  د ليږد سيتم به د امريكا پراختيايي ادارې د پېنځه ميليون ډالرو په لگښت د افغان بيسيم مخابراتي او  درې نور مخابراتي شركتونو له لارې په هېواد كې  رامنځته شي.

نوموړي دغه سيتم  د د ولت په مالي چارو كې گټور وباله او وويل شول، چې:

د دي تر څنگ، چې  د ښوونكيو او نور كاركوونكيو معاشونه په چتكۍ اجرا كيږي  له ادراي فساد څخه به هم  مخنوى وشي.

همدا راز د افغان بيسيم  مخابراتي شركت  استازي  ريچارډ  اډمس د افغا نستان لپاره  دغه سيتم ډېرگټور وباله او وويل شول، چې:

مونږ څلور واړه كمپني له خلكو  غواړ و چې په دغه لړۍ كي گدون وكړي، چې له دې لارې به خلكو ته ډېرسهولتونه را منځته شي او په ډېرو ليرې پرتو سيمو كې به خپلې پيسي  پخپل وخت ترلاسه كوي.

دا يو عالي فرصت دي، چي  د مالي  ستونزو حللاره به رامنځته كړي.

د مخابراتو وزارت د چار واكو په وينا:

اتيا په سلو كې افغانان  د گرځند  له خدماتي  سيتم استفاده كوي .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version